IQNA

عربستان  د یمن له صنعاء جدې ته د حاجیانو له مستقیم الوت سره موافقه وکړه

6:48 - June 17, 2023
د خبر لمبر: 3487485
دعربستان د حج او عمرې وزارت په یوې اعلامیې کې ووئيل، د یمن حاجیان سږکال  له شنبې ورځې راهسې د  حج د مناسکو د اداکولو لپاره  د یمن له صنعاء څخه په مستقیم الوت سره جدې ته واریدیدلی شي.

ایکنا د ؛من الیمن ؛خبری سایټ له قوله راپور راکړ،د عربستان د حج او عمرې وزارت پرون ناوخته په یوې اعلامیې کې  د ددې موافقې په اعلانولو سره وئيلی دي ، د یمن د حاجیانو د ورود د آسانولو لپاره چې د ۱۴۴۴قمری کال کې د حج د فریضې او دعمرې د ترسره کولو لپاره تلل غواړي،نو د یمن دصنعاء هوائي دګره د جدې ملک عبدالعزیز نړیوال هوائي دګر ته واریدیدلی شي.

د یمن د مستعفی  او فراري حکومت د اطلاع رسونې او ټوریزم وزیر معمر الاریاني ووئيل، د راتلونکي شنبې ورځې  دو رځې  له دوو بجو څخه  دیمن هوائي شرکت د حاجیانو  لومړنی الوت به د یمن د صنعاء له هوائي دګره د عربستان  دجدې اومدینې په لور  پیل شي.

دیمن د صنعاء  نړیوال هوائي ډګر  عمومی مدیر خالد شریف پخپل ټولنیز پیغام کې اعلان کړی دی چې   له شنبې ورځې څخه د حاجیانو   مستقیم الوت به  د صنعاء له هوائي ډګره  د عربستان په لور ترسره شي.

دغه سفر د یمن له اته کلن جنګه وروسته د لومړي ځل لپاره ترسره کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4148078/

captcha